ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام محمد جواد حاج علی اکبری پخپلو خطبو کې ووئيل ، دیوه ملت د تاریخ حافظې هم د وري دمیاشتې د دولسمې په څير تاریخ جوړونکي پيښه نه ده ثبت کړې .
علی اکبری ووئیل ، داسلامي انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کې درست ولس د انقلاب د آئيډیاؤ دپوره کیدا لپاره میدان ته راوبلل او په پوهې ځيرتیا او دولس په ملګرتیا سره ئې ، سوچه محمدي اسلام ، عقلانیّت او عدالت راوپنځوۀ.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې ولس ته د امام خمیني نظر آوزاري نه ؤ ، روښآنه کړه ، امت ته د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود نظر یو انوري ، قدسي اوعرفاني نظر ؤ .
د پسرلي او وری دمیاشتې دولسمه ورځ د ایران د اسلامی جمهوریت په عنوان سره دیوه حکومتي نظام د تاسیس لپآره د ایران د لوي ملت د ټول پوښتنې د ولولناکې حماسې یادونه ده چې په دغې ورځې دیني ولسواکي پوره او بشپړ شو ه .
د ایران داسلامی جمهوری نظام د ټول پوښتنې د هغو نتیجو په اساس ، چې د ۱۳۵۸لمریز کال د وري د میاشتې په دولسمه نیټه اعلان شوې ، په ټول پوښتنې کې د ګډون دشرائطو لرونکو کابو اته نوي فیصدي برخه والو د اسلامی جمهوری نظام له ټينګیدا سره موافقه وکړه .
د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني په بلنې سره د ۱۳۵۸کال د وري دمیاشتې په لسمه او یولسمه نیټه په درست هیواد کې ټول پوښتنه ترسره شوه او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه کابو پنځوس ورځې وروسته شل میلیون ایرانیانو د رایو په صندقونو کې په شتون سره په رسمي توګه د پهلوي رژيم په ځاي اسلامی جمهوری نظام ته رایه ورکړه . د وري دمیاشتې دولسمه نیټه له هماغه وخت راهسې تر دې دمه د ایران داسلامی جمهوریت په ملی کال هینداره کې د اسلامی جمهوری نظام په ملی ورځې نومول شوې ده او هر کال دغه ورځ په پرتم سره لمناځل کیږي .